افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
اوس هم زه شاعر يمه دحسن شور و شر لرم
اوس هم دجذ بـــو دتكلـٌم هــــــغه هنر لــــرم
اوس هم دارمان او دهجران په جزيره كې يم
اوس هــم دسلــګـيو دســندرو سمـــندر لرم
لا پــه كائنات كــې دخپل ځان په لټـه ګرځمه
لا هــم دخالـق په لوري داسې ستر سفر لرم
لازما په ســتوني كې ژونــدۍ دبـغاوت چيغه
لا هاغه قا ضي ،هما غه دار هغه مــمبر لرم
لا هم د ټپــې او دبــنګړيو شرنګ ته نا څمه
شٌكر چې ملــنګ يــمه نه سيم لرم نه زر لرم
ما ټول موسمونه په دا خپل زړه كې كرلي دي
زه په ښار كې هم دكـلـي ښكلى ما زيــګر لرم
۱۳۸۵\۶\۶
كابل خير خانه مېنه