افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ديار
راځـــــــي چــــــې زيـــــارت کړو هغه ديــــــار دوطن
داســــــــره قبرونه دشـــــــــــهيدانو هم منار دوطـن
چــــــــې بي کفنه کی خــخ شــــوي ذامـن دوطن
خورمــــــــــه خوردي ئی دقـبرونوپه خروار دوطـن
چــــې تويوي تـــــــور سری خـــــــــور پري اوښکې
سبــــــا به شنه شي سره غاټـول پر هر مزار دوطـن
پکې زيږيدلی پکې لوی شوی هم به مرمه پکې
مړمې ګزارکړي په يوه دښته ياويجاړښاردوطـن
ياسين خيرکه نن نشته اوازونه خرابات کوڅوکې
سبابه ګرمی شی حجری په هرکلي هردياردوطن
٢٥/ ٩ / ٢٠٠٣
جرمنــــــــــي