د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي سعادت شعرونه

غزل

پــــه بـــیــــر حمي  مي وژني څوک زما تقصیر نه ښیي

چــــاتــــه دې خـــداي د چا د دوه ستر ګو تا ثیر نه ښي

ولـــــي دې ایـــښــــي در قـــیــب انځور زما په مخکي

مــــومــــن تـــــه څوک جانانه غوښه د خنځیر نه ښیي

لا درښـــتـــیـــــا ویـــلــــو وخـــــت را رسیـدلي نه دي

رڼـــــه هـــنــــداره تــــر ګــــمـــیــو کي تصویر نه ښیي

څــــو اســیـــرانـــو خـــولــــي تـــړل وژل کیږي یو، یو

مـــرګ یـــې مـــنـلي خو د ښمن ته خپل امیر نه ښیي

پــــه تـــېــرو پــوه یو مستقبل په هم ماضي شي اخر

خـــیــــر کــــه د مــخـــه ملا ئیکې مو تقدیر نه ښیي

خلک  راوزونه ساتي زړونو کې پټ، نه یې وایې

لـــکـــه تــا هـــر څوک سعادته خپل ضمیر نه ښیی

د شاعر نور شعرونه ←