د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي احمد جلال نجیب شعرونه

نازولی لونګين

دا لونګين چه په سينه يار ګرځولی دی
خـــدايــــګو چه  څومــره  دا  نازولـی دی
دا چه وهلي په سينه ديار ټالونه
 هم يې ښکل کړي د باغ تازه ګلونه
هم يې دي کړي په سينه ديار خوبونه
لکه ماشوم په سينه يې خوبولی دی
خدايګو چه  څومره دا  نازولی دی
ديار پستې پستې خبرې
 داسې خوږي لکه شکرې
دا شونډې سرې يې ملغلرې
بيا لونګين چه يې تر شونډو غځولی دی
خـــدايــــګو چه  څومــره  دا  نازو
چه يې ټالې وهلې ديار د باغو په حرم
 هم په سينه به پروت و نرم و ګرم
څه بختور چه يې اخيستی يار نه کرم
دا په لاسـو چه يې لا بيل رانيولی دی
 خدايــګو چه  څـومــــره دا  نازولی دی
چه يې ديدن دی کړی دتورو سترګو
 هم يې زيارت دی کړی د سپينو اننګو
هم يې چکر ورکړی  په ځنګل  د زلفو
بيا يې دکوسو په ټالو چه ځنګولی دی
خدايـــګو چه  څـــومـــره دا  نازولی دی
  ( نجيب ) يې لا دمخې په زړه تخنولی دی
خدايــــګو چه  څـــومــــره دا  نازولی دی
د شاعر نور شعرونه ←