د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي مختارلونک شعرونه

چنار يم

نه  رغيږم   د  ناسور  په   څير  پرهار  يم

د  مړو  سترګو  د بڼوويشتلی ښکار يم
له  ګوګل   ځني  لمبي  مې   پورته  کيږي
زه   دبــــرکـــلي د بـــــرګـــــــودر   چنار   يم
دو يـــــــر ونـــــــوقـــــا فـــــلي راته را  غلي
خپل  پردی  مې  ژړ وي د کــــــابل ښار يم
د بيلتون د ټوپک نخښې لاندي  راغلم
لــــــــکه زاڼـــــــی چــــې وتلی له کتار يم
منــــصور  يو واري  په دارا ويزان شوی
زه پـــــښتون بدبخته هر وختې په دار يم
تــــــــړمــــه اوښکه دبڼوپه سر مزل  کړم
څه ستومانه په  لټون کې د خپل يار ي
 د زړه بــرج کې مې مورچه  ورته  نيولي
اوس  د  تورو  تورو  سترګو  بديدار يم
ياغيتوب  څخه اسمان مې پناه  غواړي
خودا ستا په اوده پروت مشاد ښامار يم
تـــــرهيـــــــدلـــــــــــې نظرمه راته را ګوره
تور ( لونګ ) يمه دا ستا د غاړي هار يم
 ٢٠٠٤/ ١٢/ ٨    زيوريخ
د شاعر نور شعرونه ←