افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
چې څومره راته کم ګورې روانــــــه زمـــــــــانــــــــــــه
بس هومره ده والله چــــې موږ ته ګرانه زمــــــانـــــــه
بس هومره ده والله چــــې موږ ته ګرانه زمــــــانـــــــه
اوس هره شېبه ، هر نظر په تريو تـــــــندي راګوري
يو وخت به راته شنه وه له خــــــندا نه زمـــــانـــــــــه
بانه غواړي ، يو بل ته مو دې زړونــــــو لاري کړي
پخلا دې ما ، او يار کړې نور ، اسمانــــه ! زمانه
راځه ( الف ، ب ، ت ) نه ترې سبق دمېنې پيل کړو
دمينې ښه استاذه ده ، انــــسانه ! زمـــــــانــــــــه
چې چا يمه وژلى ، دچــــــــــا نوم اخيستى نه شم
زما خون به اخلي خداى خبر لـــــــه چانه زمانه ؟
حالاتو اوس ځپلى يم ، اشنا که نـــــــه والله چې
يـــــــو وخت پر ما مئينه وه جانــــــــــــانه زمانه
چې کله ورته مينه ښايې ، کله ورته کــــــــرکه
يو راز لري له ( څار ) سره پخوانه زمــــــانـــــه
يو راز لري له ( څار ) سره پخوانه زمــــــانـــــه