د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدلوهاب سرتیر شعرونه

هوسۍ ډاګ

ګل ځوانیمرګ شو ښکلا قتلــــــــه شــــــوله

ژړا بچیان کړي خــــنــــدا قـــتــــله شـــــــوله

پیاله په لاس تــــش خـــــم تــــــه ودریــــــدم

چې مې په لاس کې مینا قــــتــــله شــــــوله

اشنا په دود دیـــــارې پــــوه نــــه دی څـــــــه

که وخت بدل شـــــو وفــــا قــتــــله شـــــــوله

یو وخت دا دښته هوســۍ ډاګ نـــومـــیــده

لیوان چې راغـــلـــل بـــیــــدیـــا قـــتله شوله

نـــــن مــــې چــې جاج لږ دوختونو واخیست

دســـبـــا هـــیـــــله زمــــــا قــــــتـــله شـــــــوله

هرڅــوک لګیا دی ځانــــتـــــه قبـــــــر کنـــــي

معنا یې داده چې ســــــاه قتـــــــــله شــــــــوله

دمنــــطــــــــق ژبــــــــه دټـــــــوپــــک ژبـــــه ده

سرتیره نن چـــې دنیـــــــــا قتلــــــــه شـــــــــوله

المان ۱۹۹۹ / ۳ /۱۵

د شاعر نور شعرونه ←