د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

غزل

چا پسې ورک زما نظر گــــــــــــرځـــــــــي
ښکلي چې گورم په ما سر گـــــــرځـــــــي
غم مې د زړه کلي ته لاره کـــــــــــــــــــــړې
په سپين سترگۍ په کې اکثر گـــــرځي
يارانو ځمه لاس نيوی ترې کـــــــــــــــوم
چيرته د مينې پيغمبر گــــــــــــــــرځــــــي
د مخ رڼا يې دنيا ونــــــــــيــــــــــولــــــــــــه
يو څوک په څير لکه د لمر گـــــــــــرځـي
خدايزده چې زرکې کومې خواته تللي
ورپسې ” باز “ په سم او غــــر گـــــــرځي
د شاعر نور شعرونه ←