د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

غزل

له زړه نه درته وايمه د ځان په څير مې خـــــــــوښ يې
جانانه په والله چې د ايمان په څير مې خــــــــوښ يې
 
د مخ فضا دې ټوله سندريزه غوندې ښـــــــــکــــــاري
د سپينو رڼو ستورو د آسمان په څير مې خـوښ يې
د زړه تاخ کې دې ساتم تقدس دې په ليـــــمــــو وړم
باور وکړه جانانه د قرآن په څير مې خوښ يـــــــــــې
” سالکه“ آشنا څنگه رانه ليرې، ليرې گرځــــــــــې؟
” نثار“ زما ياره د ” کاروان په څير مې خوښ يـــــې
د ښکليو په څير ښکلی يې غـــــزلــــــــه د ”پسرلي“
د مينې د کيسې او د رومان په څير مې خوښ يې
د شاعر نور شعرونه ←