د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بازمحمد عابد شعرونه

غزل

داسې مې اوښکو باندې ستا د کوڅې ور وينځلی
لکه باران چې بيګا ټوله شپه وي لمر وينــــځـــــلی
دا چې ښکلا راته په هر څه کې څرکونه وهــــــــــي
سهار وختي مې ستا په ښکلي مخ نظر وينـــــځلی
په لاهوتي سندرو نيت تړم د مينې پـــــه نـــــــــــوم
د زړګي خُم مې په شرابو د کوثر وينــــــــــځــــــــلی
څنګه سرور دی د بر کلي د ګودر پــــــــــه غــــــــاړه
چا به د بنګو په وږمه وي مازديګر ويــــنـــځـــلـی
د بوډې ټال يې په وزرونو کــې يو شپول جوړوي
” بازه“ د سپينې غرې په واوره يې کوتر وينځلی
د شاعر نور شعرونه ←