د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي درویش دوراني شعرونه

غزل

سر چې کوټې نو  ودستــــار ته تـــــاوان مـــــه رســــــوه
ددښــــمنـــانـــــو و وقار تــــــه تــــــاوان مـــــــه رســـــــوه
 
دانســـــــا نـــــــانـــــو دښمــــــن دغـــه دی، ما وپیژانده
وماته وائي چې  ومـــــارتــــــه تــــــاوان مـــــــه رســـــــوه
 
خلک پر دغه  زینه بانــــــدې و جنــــــت تــــــه خـــــیــــژي
څــــــوک دې خـــــطـــــا نه باسي،دار ته تاوان مه رسوه
 
اغـــــزي به پــــــڅ شــــي او ګلونه به شي مړاوي غوندې
نقــــــاب راخـــــــور نـــــــه کړئ ،بهار ته تاوان مه رسوی
 
کیدای شي دابه هم یــــــو وخـــــت  دیو ه ښکلي زړه وء
« درویـــــشه » کاڼــــــي دکهســــــــار ته تاوان مه رسوه
۹/اپریل / ۲۰۰۱
د شاعر نور شعرونه ←