د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي درویش دوراني شعرونه

غزل

زما په زړه  کې که بتان وینې نو مــــــات یــــــې کــړه ته
دا بتخانه  دغسې مه پــــریــــــږده، جومات یــــــې کړه ته
 
زه خو راضي ستا په رضـــــا یــــــم، پــــکې هیڅ نه وایم
که مې غمونه درته کم ښـــــــکاري نو زیات یې کـــړه ته
 
جهان انبــــــار کــــــړې رنـــګا رنګ  وسلې زما ومــخ ته
وایـــــي دا خپـــل وطن ته یو سه او خیرات یې کـــړه ته
 
دغـــه رڼا به دې  دهریوه محـــفــل څــــــراغ کـــــــــــړي
درد  داولس واخله  او برخه  دخپل ذات ئې کړه تـــــــــه
 
د « درویش » زهر زهر ژوندخو ستا په مخکــــې دی نن
خواږه دشونډودې ورګډ  کړه لږ او شات ئــــــې کــــــړه ته
۱۷ / نوامبر /  ۲۰۰۱
د شاعر نور شعرونه ←