د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي درویش دوراني شعرونه

غزل

دچپــــــا‌‌ومختـــــه ګـــــونګ  دکلي هر انسان پاته شو
دخـــــدای پــــــه کور کې پر نیمي باندې آذان پاته شو
 
دښکلو سترګو هم کمې شــــــو لـــــه دې جنــــــګه سره
له نجونو کلی ،له هوسیو مو دامان پـــــــاتــــــه شــــــو
 
دښمن ته موږ دواړه کمزوري شو وچې ویش مو وکړ
غشۍ مې ورور واخیست او ماته تش کمان پاته شو
 
دسپیرې مځکې سپیرو خاورو چې طلب کړه مرسته
زه تنها راغلمــــه او ستوري په آسمان پاتــــــه شـــــول
 
« درویــــشه » مــــــار او خــــــزانــــه دواړه له منځه لاړل
نه دوطن دبخیل ســــر او نــــــه ســــــامــــان پاتـــــه شــو.
۲۰ اګست  ۲۰۰۱
د شاعر نور شعرونه ←