افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
زياتي چاره د دغه څيري پېراهن په کــــــــــــــــــــار ده
توره کار نه کوي په دې وخت کي موستن په کار ده
آسمانه پاس پر مځکه با ندي همدغــســـــــي څرخه
زموږ اڼلو ته تر اوسه لا مـــېـــچـــــن په کــــــــــار ده
چي ستا خېرات پکي تر خپلي موره ورســــــــــوي
دی بې لباسه دا یتیم ، دده لمن په کـــــــــــــــاردی
رقیبه ستا دپاره مرګ له خدایه نه غواړومــــــــوږ
تا لره سروکال خواری دځنکندن په کـــــــــــــار ده
درویشه خلک به هرڅه کوی خو موږ پخـپـــلـــــه
نه تیغ لرو اونه مو غاړه ددښمن په کـــــــــــــارده