د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي درویش دوراني شعرونه

غزل

له یوه بل ، له بله بل څـــــــراغ بل کړی دی موږ

چي تاريکه وي هلته تل څراغ بل کړی دی موږ

 

درواغ ئې مه ګڼه که څــــــوک درته دا وائي دلته

چي نه مو کور شته او نه خپل څاغ بل کړی موږ

 

توري تيارې د پښتنـــــــــــو په طرف بانـــــدي شړو

ناست يو په کور کي د مغل څراغ بل کړی دی موږ

 

موږ په هغو خلکو کي نه يــــــوچـــي ويلای شي دا

چي په دنيا کي اول ځل څراغ بـــــــــل کړی دی موږ

 

دروېشه داسي نو يو مخ توره تــــــيـــاره هم نه ده

اوس په پښتـو کي دـزل څراغ بل کړی دی موږ

د شاعر نور شعرونه ←