د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نظیر احمد انګار شعرونه

بیلتونه

زه يی لا موړ شــــــــوی په ديدن نــــــــــه وم
تا کړمه بیلتونه تـــــــرې روان په مـــــــــــــخ
ورغلم دمينې قــــــافــــــــــلــــــــې ســــــــــره
سِِِِِِِتون کړم ترې په بيړه ستا کاروان په مخ
ماویل چه به ستړی زړه دمه کــــــړمـــــــــه
یارسره دمینی دپیمــــان پـــــــــــه مـــــــــخ
ايښی می لا سر یی په څـــــــنــــــــګل نه وه
پرانيستی تا لاری د هجران پــــه مــــــــــخ
یارکتل په مينه او په نـــــــــــاز راتـــــــــــه
ما يی خورول ورته زلفــــــان په مــــــــــخ
څه خوږه لحظه ډکه له ميــــــــنــــــــــی وه
هر څه رانه هیر ول دجهان پــــه مــــــــــــخ
واوښته په بل مـــــــخ دوصال ډيــــــــــوه
راغلو ستا قاصد چه کوم زمان په مـــخ
نوی يی مسکا خوره پر شونــــــــــډو وه
وبهیدی اوښکی دجانان پـــــــه مــــــــخ
ورک شومه ( انګاره) بيا سوچونو کی
شمیرمه تاروونه د ګریوان په مــــــــخ 
 ۲۰۰۲/۱۱/۱۱
 سويډن
د شاعر نور شعرونه ←