د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نذیر احمد نذیر شعرونه

جانانه

چې شپه شي كوم يو ښكلى، كومې لارې نه را وځي
تصوير د يار وي، يار شي له هندارې نه راوځي


ستا خوږ نوم چې جانانه كله، كله ترنم كړم
رقيب ورته د مار غوندې له بارې نه راوځي


زما د لوټې، لوټې وطن ځوان شاعر دى داسې
فقط لكه كوم ګل چې له شوديارې نه راوځي


دا زړه به بيا د اوو خونو، اوو قلفو تر شا كړم
كچېرې له لاسو ددې خونكارې نه راوځي


نذير اې نذيره د خپل ځان قاتل يې خپله
دا غږ به دې د سرو وينو له دارې نه راوځي

د شاعر نور شعرونه ←