د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

ښـــکـــــلـــیـــه لږ وکوه ځوانې ګوره ملنګ به دې شم

ددیدن وکــــــړه ارزانــــــي ګـــــــوره ملنګ به دې شم

 

په زور او زرو بلا پورې کـــــــــــــړه ثـــــــــــواب وګټه

په زړونو وکــــــــوه خـــــانــــي ګـوره ملنګ به دې شم

 

و طــــــنــــه ستــــــا د خپلو اکې ارمان  په زړه ګرځوم

چې پرې مــــې نه ږدې ارماني ګوره ملنګ به دې شم

 

مـــــالیــــاره ورکړه د زړه وینې غوټۍ مړاوې نه شی

سیلۍ لــــګـــــــــیــــږی خزاني ګوره ملنګ به دې شم

 

خیاله د لـــمـر په دودمې پورته شه د شعر په اسمان

لکه غزل د جــــــــــهانـــې ( ۱ ) ګوره ملنګ به دې شم

 

یاقوتي اوښــــکــې مې شراب دزړګي غوښی کباب

یاره راځــــــه پـــــــه مـــهــمانې ګوره ملنګ به دې شم

 

لمره را واوریــــــــږه تـــــــود مې کړه کنګل چې نه شم

کنه کاوون (۲ )یم تو پانې ګـوره مــلنــــګ به دې شم

 

جـــــــــنـــــونــــــــــه غـــروکې یوه جونګړه ورته ولټوه

د ننـــــــګ ئــــــې څه په وداني ګوره ملنګ به دې شم

 

(  ۱ )ستر شاعر ښاغلی عبدالباري جهاني ،(۲)په لغمان کې تر ټولو وچت غر،او نامتو شاعرښاغلی  صدیق کاوون توفانې .

۹ / ۲۰۰۵

د شاعر نور شعرونه ←