د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

هســـې مست هسې یاغي یم رانه تښتي لیونتـــوب

لــــــه آزلــــــه شـــــرابـــــي یم رانه تښتي  لیونتــــوب

وچ ګـــــــوګل کــــــې ځایومه ســـوي سوي فریادونه

عشق رباب زه ربا بي یم رانه تښتــــي لیــــو نتـــــوب

دزړګي په اسویلو مې  اور دمینــې لا تـــــازه شــــــي

هسې نه چې کبابي یم رانه تښتــي لیـــــــونــــتـــــوب

نا همجنس نه جمع کیږي غل اتل بللـــې  نـــــه شــــــم

حاصل داچې حسابي یم رانه تښتــــي لیونـــتــــــوب

دقدرت کرشمې وینم ستا دسترګو په محراب کې

منکر نه یم کتابي یم رانه تښتـــــي لیـــــونـــــتـــــوب

خیر که ږیره مې شوه سپینه دګناه هوس مې ډیر شو

روان مخ په خرابې یم رانه تښتــــي لیــــــــونتـــــوب

له غضبـــــه خپــــــل وطن ته کله سور اوکله شین شم

یو تر بل انقلابــي یم رانـــــه تښتـــــي لیونـــــتـــــوب

پلار نیکه نه راته پاتې طـــــریــــــق دچـــــــار یــــــارو

نــــــه بـــــایـــي نه وهــابــــي یم رانه تښتي لیونتوب

دڅپـو په ژبه وایم  تــرانــــې دخـــــپــــــلواکـــــــۍ تل

کـــــونــــړې یم سیـــلابـــي یم رانه تښتي لیونتوب*

شهسواره یاره راشه دوطــن په« ننګ» سیالــــي ده

ستا شاطر ستا رکابي یــــــم رانه تښتي لیونتـــــوب

سپتمبر   ۲۰۰۵

کونړی  « دکونړ سیند »

د شاعر نور شعرونه ←