د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

بــــــې تـــــانــــه څـــه پاتـــې دي ماته  مانه ولې لاړې

ځـــــواني ته څــــومـــــره وې نــاځوانه مانه ولې لاړې

کـــــه یـــــو ځــــــل بیــا راشــم دنیاته داسوګند کومه

تـــــه لـــــــه هــــــر چـــــائې په ماګرانه مانه ولې لاړې

لامــــــې څـــکلي پــه خوله نه و ستا دشونډو شراب

ولې په شا شوې يښیمــانــــــه مانــــــه ولـــــــې لاړې

چـــــــې ستــا جمال ئې ولیده  حیرت بې هوښه کړله

آئـــــیـــــنـــــه هســــــــــې شوه حیرانه  مانه ولې لاړې

مـــــــا ددوزخ لـــــــــه اوره هــــــــم چیرې توبه ونه کړه

تـــــــوبــــــه تـــــوبـــــــه مې له هجرانه مانه ولې لاړې

لـــــــه ځــــــــانــــــه ووتـــــــــم  چـې زړه ته مې راننوتې

ځــــــــانـــــتـــــــه دې پریښو دمه ځانه مانه ولې لاړې

ژونــــد مې له ژونده کسات اخلي دڅو ورځو په تور

دزلــــــمـــــیـــــتوب  یــــــاغي دورانه مانه ولې لاړې

یــــــوه خـــــــنـــــــدا دې راتــــــه وکړه ځکه ژاړم مدام

بریښنا شوه مخکې له بارانـه مانــــــــه ولـــــــې لاړې

وخــتـــــه لــږ تم شه چې هډونه مې ټول شل پاتې دي

پــښتــــــون دی پـــــــاتې لــه کاروانه مانه ولې لاړې

اوس مې لاسونه نه رسیــــــږي خپــــــلې غاړې ته هم

دلیونو څیرې ګریوانــــــــه مـــــــانــــــــه ولــــــې لاړې

راغـــــــلم دنــــنــــګ پــه مینه چغه مې له سوزه وکړه

راشـــــه خپـــل کلـــي تـــــــه جــانــــانه مانه ولې لاړې

دنمارک ۱۱/  ۱ / ۲۰۰۵

د شاعر نور شعرونه ←