د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

پــــــه خــــاطر کې مـــــــــې وطـــــنـــــــه ستــــــا یادون دي نڅیږي

دزخـــــمـــــــــــــي زړګي په کلي پرهــــــــــرونـــــــــــــه دي نڅیږي

نه ګو در شته نه پیغلوټــــــــې منـــــــــــــګی جل وهلې ښکاري

تنده بیــــــــــا کربلا ئي شـــــــــــوه سره اورونه دي نـــــڅیــــــږي

ددیـــــــــــرو خبـــــرې لاړې ورنه جـــــــــــــوړې هـــــــــدیرې شوې

شنـــــــــــې خازې سره بیرغــــــــونــــــــــه زیــــــارتونه دي نڅیږي

بـــــــــــې نـــــــــوا بلبلان ګــــــــــــــوره داغزیو په سپـــــــــــرلي کې

ګلان نشتــــــــــه پـــــه ګل بوټو پریــــــــادونــــــــــــــه دي نڅیږي

دایتیم دخیال ماشوم مــــــــــې دخـــــــــاپوړو په موسوسم کې

تنـــــکې مـــــــخ درنــــــــــــــې څپیړې وحشتونه دي نڅیــــــــږي

یـــــــــــوګــــــــودر نه دی چې ژاړم ، ټول وطن شهیدستان شو

جــــــــــوړ داوښـــــــــــــکو په رودنو ګودرونه دي نڅیــــــــــــږي 

رباب  ګـــــــــــونګ شو له حسرته دکـــــــــار توس په بازار کې

دغریـــــــــــــــب اواز څوک نــاوري  ټوپکونه دي نڅیـــــــږي

کوم ابلیس دی قدم ایښې دعــــــــدن مقــــــــــــدس باغ کـــــې؟

چــــــې جنت غونـــــــــدی وطن کې دوزخــــــــــونه دي نڅیږي

دوحــــــدت ګل بـــــــــــــه زرغـــــــــون شي دوفا په اوبو باندې

دوطـــــــن پـــــــه پــــــــاکــــــــــــــه  خـــــــــاوره امیدونه دي نڅیږي

پـــــــــــه احساس مې لمبې بلې سرې  سکروټې ترې اوریږي

نـــــــنــــــــګه داداور بـــــــــڅــــــــــــــــــري که شعرونه دي نڅیږي

دنمارک   

جنوري    ۲۰۰۰

د شاعر نور شعرونه ←