د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

لـــــــــــرم ډیــــــر په زړه داغـــــــــــــونه لاله زار کې چې اوسیږم

ګلالـــــــــــي رنګیـــــــــن یــــادونه په ګلــــــــزار کې چې اوسیږم

ړنـــــــــــدومـــــــــــه سپیـــــــرې سترګـــې چې نظره چیرته نه شي

سپــــــــیـــــــــلنــــــــــې دې یم  دحسن  په انګار کې چې اوسیږم

لــــــــــټــــــــــــــومه مــــــــیخـــــــــــانـــــــــــه ده که کعبه که بتخانه ده

هــــــــــر ځـــــــــــــائي یار پسې ګرځم هردیار کې چې نه اوسیږم

نــــــــــــڅــــــــــــــــومه شهبـــــــــازونه دساقــــــــــي په لاس جامونه

خــــــوږاواز یمه دمینې په ستارکــــــــــې چــــــــــې اوسیــــــــــــږم

وچــــــــــــومـــــــــه دریـــــــــابــــــــــونـــــه  چې لوګې دخولې وباسم

کلــــــــــه بـــــنـــــــګ کلـــه شراب څښم په خمار کې چې اوسیږم

شــــــــــــوګیــــــــــرې چـــــــــــې تیرومه تورې شپې چې سپینومه

پـــــــــــه لــــــــمـــــــــر مخي یار مین یم په سهار کې چې اوسیږم

جــــــــــــــوړومــــــــــــــه یې صفـــــــونه احترام یې په ما فرض دی

پــــــــــــه تـــــعظیــــــــم دي نور غمونه  غم دیار کې چې اوسیږم

پــــــــــریــــــــکومــــــــــه مــــــنـــــــزلـــــونه دژوندون په ورکولارو

هرقدم کې رقیبان دي هــــــــــره لار کـــــــــې چــــــــــې اوسیـــــــږم

لنډوم پردي لاسونه  ورانـــــــــوم  دجـــــــــبــــــــــر کــــــــــرښـــــــــې

واک دبل کله مــــــنــمـــــــه خـــــــپــــــــل اختیار کې چې اوسیږم

بــــــــــلـــــــــــومـــــــــــــه ورتـــــــــــه اوښـــــــــکې خښـــومه ارمانونه

مـــــجــــــــــــاور دخـــــپـــــــلو هـــــیـــــلو  په مزار کې چې اوسیږم

ښکلومه ئې هــــــــر کاڼې  داکـــــــوڅـــــــه مـــــــې داشـــــنـــــــا ده

دادګلـــو بــــــــــــاران ګـــــــوره پـــه سنـــــګسار کې چې اوسیږم

نـــــــازوم دګلـــــــــــو څـــــــــانګــــــــې هسې شین چې په خندا یم

دبـــــــهــــــــــار مـــــــنـــــــــــت به څه وړم ننګرهار کې چې اوسیږم

پـــــــټـــــــــــومــه ترې  جانان خپل ، ښایسته دګل په شان خپل

«  ننګ »اغــزی غوندې په سترګو داغیار کې چې اوسیږم

04   /  11 /  12

دنمارک

د شاعر نور شعرونه ←