د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

دعـشـق ګـذار مـې بـرابـر خـــوړلی

هم مې په زړه هم مې په سر خوړلی

مادپیزوانه سره لوبې کړي

ما دلیلیَ دشونډو بر خوړلی

روستۍ سلګۍ به تر ګودر رسوم

ماداقسم هر مازیګر خوړلی

شیخ دتسبو ځنې امیل جوړوي

ګوره خلوت ئې په هنر خوړلی

ملا په وعظ زه په خندا ستړی شوم

پند  ، نصیحت  مې بې اثر خوړلی

زموږ په کلي څه افت راغلی

چې هم یې کور اوهم ئې کر خوړلی

تیارې اوږدې شوې غزونې کوي

شپې دسبا غیږه کې لمر خوړلی

یورانه زړه بل رانه سر بیلوي

چا رانه لر چا رانه بر خوړلی

څه رانه پوښتې  دزخمونو داستان

دټپ  دپا سه مې پر هر خوړلې

زاهده ته به له حساب ویریږې

موږه خو سر په سر محشر خوړلی

ننګه دستوني ئې تیریږي کله

ښامار دلال په تمه غر خوړلی

04 /  05 / 11

دنمارک

د شاعر نور شعرونه ←