د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

ژوندون دی چیرې په نامه دژوندانـــــــــه تــــــیــــــــریــــــــــږي

غرونه غمونه مې په زړه  درانه درانـــــــه تـــــــــیــــــــریـــــــــږي

زړګیه لاس دې په خوله کیده ډیر فریــــــــــاد مـــــــــه کـــــــــوه

سنګر دصبر شه  لښکر دبیلتــــــــانـــــــــه تــــــــــیــــــــــریـــــــــږي

پـــــنــــــــجـــــــاب دلال  عرب مالدار  عجب دکان دی  ددین

څنګه وړیا پکې سرونه پــــښتـــــــانــــــــه تــــــــــیـــــــــریــــــــږي

ورته پـــه غــــــــور نظــــــــر وکــــــــــړه درمـــــــــوخــــــــــاونـــــــــده

ډی شرمښان  دلته جامه کې  دشپـــــانــــــــه تــــــیــــــــریـــــــږي

که له وطنه  غم دسرکړمه پـــــــــردیــــــــــس جــــــــانـــــــــانــــــــــه

په پردیسې کې سر دغم په زنګانــــــــــــه تــــــــــیــــــــــریــــــــــږي

دیاقوتي اوښکو درنګ پو ښتــــــــنــــــه څــــــلـــــــــه کـــــــــوې

تیره چاړه مې هره سا په لــــــړمــــــــانـــــــــه تــــــــیـــــــــریــــــــــږي

« ننګ »   دویښته په دود نازکه نرۍ مـــــلا ولـــــــــیــــــــده ؟

که يې  لویدلې دی په سترګو کې باڼــــــه تــــــــیــــــــریــــــــــږي

اکتوبر 

2005

د شاعر نور شعرونه ←