د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

مینې ته ښکلا بیا غزل لیــــکـــــــــــم

لیکـــــــــم ګلې تاته بی غزل لیکم

تښتي تری هوسۍ دلوړو غرو په لور

ستا سترګو شهلا ته بیا غزل لیکم

نوې میاشت ئې هسې پملا چنګه کړه

وروځــــــــو داشناته بی غزل لیکم

سر تر پایـــــه څانـــــــګه دګل ولـــــې وه

شــــــــــوه غیږ کې راماته بیا غزل لیکم

نه کوم شکوه دجفـــــا نــــــــه کــــــــوم

زه خو بې وفاته بیا غـــزل لیــــــکــــــم

پټه له سترګو هم نظـــــره شـــــــــــوه

شې هندارې ماته بیا غزل لیکــــــم

باد دسارا راوړراوړ دمجنون اواز

وايـــــې چې لیلا ته بیا غزل لیکم

شنې چې په خندا دي دوطــــــن درې

داخو دې موسکا ته بی غزل لیکم

کله چې را یاد شي دځوانې سپرلی

لکه چې بریښنا ته بیا غزل لیکم

زړه دمینې کور مالک ئې خدای ګڼه

ښه ئې صفــــــــا ساته بیا غزل لیکم

هر څوکه ده توره  خو سپین سترګې ده

دی برګې دنــــــیا ته بیا غزل لیکم

نوم  درقیب  تریخ کړو راته خوږ غــــــزل

زه لیـــــــونې چــــــــــاته بیا غزل لیکم

خوشې ئې جوما ت  کړلو منصب  غواړي

کوم کم بخت مـــــــلا ته بیا غزل لیکم

فکر مې تالا شو چــــې زاهــــــد راغــــــــــی

ښــــــکاري چـــــې ریا ته بیا غزل لیکم

سیم و زرئې نشته خوله مې ورکــــــــــړله

«  ننګ  » ته خدای په جاته بیا غزل لیکم

اکتوبر   2004

د شاعر نور شعرونه ←