د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صدیق ننګ شعرونه

غزل

بیا دحجرو دبنـــــــــډارونــــــــــــو کیسه باد وړې ده

زړونه ساړه دي داورونو کیــــــــــــســــه باد وړې ده

ددُرخانۍ په شونډووچې دي دمیـــنــــــــــې ټـــــپې

دادم خان دربابونو کیــــــــــســـــــــــــه بــاد وړې دی

څوک به خبر دیو سف واخلي  په زنـــــدان کې دغم

عزیز لا څه کوی دورونو کیســــــــه بــــــــاد وړې ده

اوس په پیمان درهبرانو څه بـــــــــــاور دی پـــه کار

چې دکعبې دقسمونو کیســــــــــه بـــــــــــاد وړې ده

په هر دکان  کې چې خرڅیږي تور ټوپـــــک اوچړې

تمه ترې مه کړه  دګلونوکیسه بــــــــــــــــــاد وړې ده

دژوند په نوم اوازې اورم چې خوریـــــــــــــږي دلته

دوخت په خم کې درنګونو کیســــــــــــه باد وړې ده

زړګیه لاس دې په خوله کیده چې ریــبار شو پردی

دپاکې مینې درازونو کیســــــــــــــــه بـــــاد وړې ده

وریښمین پالنګ راته سور اور دی ننګه بیا نه راځي

دچنار لاندې دخوبونو کــــــــــیسـه بـــــــــاد وړې ده

جولای 2005

د شاعر نور شعرونه ←