د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ګل منشا ودیر شعرونه

غزل

 نه پوروړی یمه ستا نه ته زما په جنګ کې 

سرونه دواړو دي بایللي نن سبا په جنګ کې
 
نه مو سره زرکړه دغه خاوره نه ازاده شوله 
څومره مو توی کړې خپلې ویني د بل چا په جنګ کې
 
پرون که روس یمه وژلی او وران کړی یمه 
نن مې هم وژني ورانوي مې امریکا په جنګ کې
 
نخه مو دومره پخه کړی یو پر بل باندی ده 
چې ماشه کش کړو مجال نشته شي خطا په جنګ کې
 
ستوري راکوز نه شول سپوږمۍ ته ور ونه رسیدو
د ځمکی تل ته مو را کاږي تل بلا په جنګ کې
 
په رسنیو کې بس دا خبره ډیره اورم 
شل په کې مړ دي سل ټبیان دي بې ګناه په جنګ کې
د شاعر نور شعرونه ←