د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

غزل

يار چې خپـــه شـــي پــــه نصيـــب کــې بـه نه
جـــام چـــې چـــپه شـــي پــه نصيب کې به نه

ژوندون د هر ژونـــــدي ارمـــان په ژوندون
چــــې لــــولپــــه شــــي پـــه نصيب کې به نه

د يــــار ديـــــدن تــــه مـــې کــــرۍ ورځ تېــره
کـــه تــــوره شـــپه شــــي په نصيب کې به نه

د چـــــا دحســـــن سمنــــــدر تــــــه تــــــــــږى
مــــړه کــــه څپــــه شــي پـــه نصيب کې به نه

د ژوند خواږه خوند کړي چـې باد يې په سر
چې پــــه کپــــه شـــي پــــه نـــصيب کې به نه

ليـــــــکه غــــزل بېـــکسيار واخيـــست قــلم
ليک چې ټپه شي پــــه نصيب کـــې بـــه نــه

د شاعر نور شعرونه ←