د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

پښه په پام ږده

پښه په پام ږده کالي،

پښه په پام ږده چې ګناه ونه ګړې،

چېرې خطاونه کړې،

زما د یو عمر ارزو او ځوانیمرګو اسرو،

ماڼۍ راړنګه نه کړې،

 

پښه په پام ږده،

پښه په پام ږده مالي،

دلته ددغې ونې،

له همدې شنو او پلنو پاڼو لاندې،

او د همدغه شنه لختي په غاړه،

د دې ویلنو منځ کې،

یوه رڼه شپه کې د شنه پسرلي،

چې د سپوږمۍ ناوکۍ،

د دې شنو پلنو پاڼو،

له منځه، منځه نه په غلا غلا زما خوا ته کتل،

ما د یو پټې او خوږې شان ګناه،

د یوې ښکلې خاطرې جنازه،

وه ښخه کړې چې پرې ونه خېږې،

پښه په پامږده.

۱۳۶۵ / ۱۲ / ۱۸

د شاعر نور شعرونه ←