د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

غزل

موږ وخـــتـــونــــه، مــــوږ ته لارې ګوري

موږ ته د ژوند ډېرې نـــاتـــــارې ګــــوري

موږ لا چیرته دووخت سیوري چــــېرته؟

دا زمانه ازمـــېـــښـــت څــــووارې ګورې

لکه د سیوري راسره دی یــــــو څـــــــوک

په هر قدم راتــــــه  خمــــــارې ګــــــــــوري

موږه سپېرو کې وینه څه بـــه شــي بـود؟

چې حالات داسې دارې، دارې ګــــــوري

موږ ته اشنا لا منــــــزلــــــــونــــــه پــراتـه

موږ ته لا ډېرې، ډېــــــرې چــــارې ګوري

ګوره  د ژوند په اډه ناست مســــــــاپــــــر

څنګه اریانې خوارې، خـــــوارې ګـــوري

زه بیکسیار اشنا پرې پـــــوه نـــه شومه!

سترګې دې نن راته هوښیارې ګــــــوري.

۱۹۹۵ کال

د شاعر نور شعرونه ←