د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالملک بیکسیارشعرونه

هغه شپي

پــــه ويــــښه تــــرسهاره هـــغه شپــــي چـــي تيـــريـدي به

څارله مي ستا لاره هغــــه شپــــي چـــــي تيـــريـــدي بــــه

شپونکي بــــه داوچــــتوغـــرولمـــن کـــي دشپــيلۍ غـږ

کــــړپـــورتـــه وارلـــه واره هــغــه شپـــي چــي تيريدي به

دوصـــل ميـــــلمستيا ته دي دژونــــدهــــر شيـــــبه کـــي

زړکـــي وبـــي کـــراره هغــــه شپــــي چـــي تيـــريــدي بـــه

په خيال کي به مي ستا تصوير راجوړکړبيا به وران شــو

وه نـــه مـــي بـــله چـــاره هـــغـــه شپــــي چـــي تيـــريــدبــه

قسم دي چي سپوږمي هم شــــرميـــــده بــــه دي لــه مخه

وه ځکه شرمساره هغـــــه شپــــي چــــي تيــــريــــدي بــــه

داوښـــکوابــــاسيــــن کـــي به مي سترګي ډوبي، ډوبي

وي ښکلي ستـــا لپــــاره هغــــه شپــــي چـــي تيـريدي به

نــه بيــــا راځـــي اونــــه رانــــه هيــــريـــږي شولـــه سخته

غمجــــنه بيکسياره هغــــه شپــــــــــي چــــي تيـــريدي به

د شاعر نور شعرونه ←