د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي علي ګل پيوند شعرونه

تاریخ

په پخوا پخوا پیړیو

په درنو زمانو لرې

دی لمنو دې منځو کې

دلته میشت وو اولسونه

لوې رمې به یې پوولې

څړ ځایونه اورشو ګانې

څه درنې درنې کلاوې

څه پاخه پاخه برجونه

 

دبختې ( ۱ ) لوړه کلاوه

د پاک زړو خلکو کور وو

ګیبې ستر ستر پرتوګونه

تاو راتاو د پګړو ولونه

دلته لویه لار له چینه

تلله شام او هندوستان ته

تګ راتګ له لر او بره

پې روان و بهیرونه

تل په سرو اورونوروڼې

د نما نځنې ځاې او رغالې

مسا پر پکې دمه شول

تپیده به پکې زړونه

 

چا خبرې پکې بولې

چا به کړې پکي سندرې

چا به زړونه اورته ایښو

چا به کړه پکې نکلونه

پوهه خلک کوډ ګران به

تیریده پدغه لارو

یادول یې په ملکونو

د شاعر اولس کارونه

د شاعر نور شعرونه ←