افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
رانه پټ یې را ښکاره شه، د رنګونو په غبار کې
د رڼو اوبو همرنګه، د ګلونو په قطار کې
د بل چا نه یمه ستا یم، ماته غږ وکړه چې دا یم
په ټپو په یکه زار کې، د بلبلو په چغار کې
رانه ورکه لولکۍ ده، اخ پسته جنت کوکۍ ده
را پیدا یې کړه له غیبه، د صحرا په لاله زار کې
زرغون شال به شمه تاته، زرغون ټال به شمه تاته
زنګوم دې زنګوم دې، په سنځله په چینار کې
جار مطربې درنه جار شم، کاشکې زه دې سندرمار شم
ته نغمه نغمه شرنګېږې، په تارونو د ستار کې
د افغان وطن په شان یم، له جنګونو پرېشان یم
قصیدې د امن وایم، د حرم په جګ منار کې
اې فریاد او ځوږ مې واورئ، نړیوالو غږ مې واورئ
ګورئ پښې یبلې روان یم، په سکروټو په انګار کې
ستا لمنه نیسم ربه، یا حبیبه لرم تبه
طبیبانو یم شړلی، شمار یې نه یمه په شمار کې
زړه مې تاته در مایل دی، جوړ مې تا لره امېل دی
مرغلرې مې پېیلې، د کاروان د زړه په تار کې
۲۵ سرطان ۱۳۹۸ کابل