افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل:ګرځم په
ګرځم په جــــومـــات پـــــسې مندر په مخه راشي
لمـــــونـځ د قــضا شــــــوي مازدیګر په مخه راشي
زه خـــــو دمـــوسکا په یوه لښتي کې هم ډوبېږم
ســــتاد تــــورو ستـــرګــــو سمندر په مخه راشي
کــــور چـــې جـــوړومــه رانـــه تیږي منډې واخلي
قــــــبر ته لــــوحــې لـــره مــر مـر په مخه راشي
لوند ګلاب د زړه مې وي ساتلی خو چې وچ شي
نـــاڅــا پـــه بلـــبله د سپین غــر په مــخه راشي
ټول عمر کاروان پښې یبلي ګـــرځــم په اغزو کې
ګــــونــــدې دګلـــونـــــو پیغـــمبر پــه مخه راشي