د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي اسدالله زمری شعرونه

پـردی

زما تقـــــــدیـــــــر يــــــــــــي په   سکرولیکلی

فــــریاد زمــــــــــــــــــا دی پـــه رنجــو لـیـکلی

 

نـــا هـــیـــلۍ خــپــل یـاد ګــار زمـا په زړه کې

دي  د نـــــــوکـــــانــــوپــــه تـــیــــرو لــیــکــلی

 

د غــــم لـــړلــــي ژونــــدانــــه داســـتـــان مــې

بـــیــــا اوریــــدو تــــه دی پـــه غـــرو لــیـکلی

 

جـــنــــون   د عــقــل پـــه کــوڅـــه    کــی ویــنم

پـــه وره   مــی نــــوم  د لـــیـــونـــو لــیــکــلــی

 

ســـتــــرګـــې مــدام ځــکـه په اوښکو وینځم 

د جــــانــان خـــیال یــــی پـــه پـــردو لــیــکـلی

 

د عــشـــق کـــعـــبــه کـــې مـــې چــلــه نیو  لې

د مـــعــبــود نـــوم مـــې پــه شــعــرو لیکــلـی

 

پـــخـــپـــلـــو ښــو ســتــرګـو بـد نه شم لیدای

بـــد مـــې پـــه بــــد ،ښـــه مـــې په ښو لیکلی

 

ښکـــلی احســـاس مـــې د غــزل تـــصویر کې

پــــه   تـــرنـــــم او ولــــولــــــولــــــیـــکــــلـــــی

 

  لیکلی څه مې له ځای او له نسبه پوښتې  ؟

 زمـــری دی هــــر چــــا پــــه پـــردو لــیــکــلی

د شاعر نور شعرونه ←