د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي اسدالله زمری شعرونه

ستړي یادونه

هغه آسمانـــي یـــادونـــه چیـــرته دي ؟
ښکليپروني یادونه چیـــرتـــــــه دي ؟
نـــن دانـــدیښـنو نیزې راســـــیخې دې
مستاولیونـــي یــادونــه چیرته دي ؟
اورمـــې دلمبـــولــه ګـــرمۍوتښتید؟
خپلونه پردي یـــادونـــه چـــیرتــه دي ؟
خیال دیوه خیز هم سر تـــه نـــه راځـــــي
هغه عقابي یـــا دونــــه چیــــرتــــه دي؟
لاس اوپښې وخوړې ځنـــځېـــر راتــــه
اوس دآزادۍ یادونه چـــیرتـــــــــه دي؟
هېلې- امیدونه راته مړه شــــوه ټــــــول
ستامسیحائي یادونه چــــیرتـــــه دي؟
دلته کړي غربت، هلته وحشــت توفان
ستر نا خدائي یــادونه چـــیرتـــــه دي ؟
بیابه دې اغزي پـــه ستـــرګـــووکاږم؟!
هغه طوطېـــائــــي یـــادونــه چیرته دي
څـــوبــــــــهسفراوهــــجرت ژاړ مــــه ؟!
ســـتړي وطــــني یـــادونـــه چیرته دي؟
۲۰۰۲.۱۲.۷
د شاعر نور شعرونه ←