د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي اسدالله زمری شعرونه

پېغور

د پردیوترقدم لاندې شــــــــــــــــــــــول مــــــــــــړاوي
« دخوشحال دقـــــــــــــبر،ســـــــــــره لالـــــه ګلونه »
 
د انګرېزدپرونیو ماتوغـــــــــــــــــــــــــــــــــچ کــــــــــــې
رېزمرېزشول داکبر- امین ســــــــــــــــــــــرونـــــــــــــــه
 
په دنیا باندې  دبوش دخدايۍ غــــــــــــــــــــــــږ دی
دنمرود او دشداد هېر شول یــــــــــــــــــــــادونـــــــــــه
 
د افغان دپګړۍ ول پـــــــــــه ول خــــــــــــر څېــــــــــږي
غیرت ورک شوو په ننګ مات شول اورمیږونه
 
ټیټې سترګې،ورانه خوله او پـــــــــــته غــــــــــــاړه
پلورل شویو کړل رواج دا ټیــــــــټ دودونــــــــــــــــه
 
څنګه خوار شودمیرویس او روښـــــــــــــان بـــــرم
نن زمریو ته ګیدړچیچي غـــــــــــــــــــاښـــــــــــــونــــه
د شاعر نور شعرونه ←