افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
قسمت
لکه خوږ باد
لکه وږمه
هسې شرنګیږي
د بوړبوکۍ
په شان تاویږي
ځکه خو
مسته مسته کیږې
پرنن سبایي
ځواني رسیږي
د خوشبویي
په شان غوړیږي
خاونده خدایه!
د چا قسمت کې به
او........
د چاپه کورکې به
رسیږي
بلیږي.
کابل ۲۰۱۴