د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اکاډميسن سليمان لايق شعرونه

چونغرته دوهمه ترانه

زما دنیکونو اوپلرونو کوره!
ای درنګینوخاطروچونغره!
ستا هره تړه دتاریخ پاڼه ده
ای دلرغونوعظمتوچونغره!
»»»
په دغه شااو خوا دروکې وایه
ستا شازلمیان اوسربازان څه شول؟
دهغومړولمبوایرې کومې دي
دهمغه اور سمندران څه شول؟
»»»
هغه بېباکه عاشقان چېرې دي
هغه دژوند ښکلي لیلا څه شوه؟
دستا دخاورې په قدم قدم کې
دعشق او مینې تمنا څه شوه
»»»
ستا په دارو کې چې شاهان خوځیدل
اوس هلته هېره او مرګوخوره ده
ستا په ښارونو او ماڼیو باندې
شګه او خاوره دقرنو خوره ده
»»»
هلته چې پېغلې به سوما څکله
اوس یا ګیدړې یا لېوان ګرځي
دسرخ کوتل دویرانو دپاسه
اوس یا غوایي اویا اوښان ګرځي
»»»
کلونه زغلي، زمانه تښتي
اوزه ستا څوکو ته حیران ګورم
دپسرلي په انتظار شومه زوړ
لاستا په پرښوکې خزان ګورم
»»»
ستا په کراره او ساړه فضاکې
چونغره زړه مې څو نارې غواړي
دژمي شپه کې چې سپوږمۍ خواره وي
څو دردونکې نندارې غواړي

د شاعر نور شعرونه ←