د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد خسرو شعرونه

اختر دي مـبارک

روژه تیره شوه اختر دي مـبارک شه
اخـتـر څه چه بختور دي مـبارک شه
 
کـه ثـابــې دې د روژه او تـراوې وې
د جـنـــت آب کــوثر دې مبارک شـه
 
که  په هیره دې روژه وي ماته کـړي
مـهمانی د پاک اکبر دې مبارک شه
 
که په قصده دې روژه وي قضا کړې
عذابونه دي سقر دي مبارک شـــــه
 
خلق ګرځي د کابل په چمنو کښــي
اي خسروه خړ خيبر دي مبارک شه
د شاعر نور شعرونه ←