افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
په تقدیر
دامــــي لیک وو په قسمت کښې په تقدیر
یــــاره ســــتـــــا مــــیـــنــــي آخته کړمه پر ویر
ځان مې خپل اختېار مې هغه ورځ پردي شو
چــــــــه مــــې ولـيـــــده دا ستا ښکلې تصویر
حـــکــــیـــمـــان يــــې پـــه علاج کله پوهیږې
مـــــا خــــوړلـــــــې دي په زړه کښې د غم تير
د بــیــلتون رباب د غیږي کښې زما کیښود
کلــــه بـــــم تـــــار غــــــږومــــــــه کـــــه زیـــــــر
اتــــــه کــــــالــــه ځــنــکــدن ورباندي تیر شو
د خـــســــرو پـــه شـــان هیڅوک مه شه زهیر