افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
خــدمتونه
کـــــه تــــمـــــــــام عـــمر ئي وکړي خدمتونه
مــــعــشـــوقــــه د عـــاشــــق نکړي صفتونه
په یو تن کښــي دوه روحونه سره یو کړي
ښــــکـــاره کـــړي دي رب داسي حکمتونه
چــــه مغروره شــو په ځان ځائي دوزخ شو
پـــــه شـــیــــطان بــاندي وئیل شي لعنتونه
مـــحـــبـــت پـــه صــــداقــــــت کــوئــي عالمه
کـــه څـــوک غــــواړي لـــــه مـــولانه جنتونه
داشـــنـــــا د لـــیـــدو خوند به پکښي نه وي
کــــه شـــــل رنګه سره غونډ کړي نعمتونه
خپل اخـتیار ئي بي پروا جانان له ورکړو
پـــــه خــــســـــرو ځــــکــه تــبربږي زخمتونه