د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد خسرو شعرونه

راســره

یاره نن د کړه دنیا را با ندی تنګه

غماز سرته کینوې عاشق په لنګه

 

درقیب سره په ډکه خو له خندا کړې

ما له ښه خبره نکړې غیر له جنګه

 

په کعبه کښی بت پرست را معلو میږې

چه غماز ګر ځوې ځان سره تر څنګه

 

یا زما بینوا سترګې نه مړیږې

یا تللی نه شې څوک  دیدن په پنګه

 

ای خسروه که په عشق کښی مزی غواړې

دخپل زړه شیشه د ی  صافه  له  زنګه 

د شاعر نور شعرونه ←