افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
په سجده وم
هر څه می پریښودل زه ملنګ شوم داشنا دپاره
جفا دیار می کړه قبو له دوفا لپاره
شور او فغان وه له اوله په قسمت کښی زما
کند او کچکول مقرر شوی دګدا دپا ره
وصال صبا دی دبیلتون مثال دشپې وینمه
خوښ په تیاره کښی یم عالمه درڼا دپاره
لیلا تهمت په سر انبار کړو دمجنون دغمه
مجنون به سرتندی وهلو دلیلا دپاره
څه چه یار وائې زه خسرو هغه په سر سترګو منم
که خر څولو له می بیا ئې د سودا د پاره