د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
علامه عبدالحۍ حبيبي شعرونه

د کور قاصد

راته ووايه

حال د يارانو

د وطن خپل

و ما پرديس ته

حال را ښکاره که

د دلدارانو،

د وطن څپل

د کور قاصده!

د کور قاصده!

راته ووايه

حال د يارانو

په شنو باغو کي

په شنو دښتو کي

د وطن به

نسيم چليږي

توري وريځي

گرځي دور ځي

بيا به اوريږي

پاكه فضا كي

د آسمانو بي

لمرونه گرځي

ستوري ځليږي

د كور قاصده!

د کور قاصده!

راته ووايه

حال د يارانو

هلته به اوس

بيا پسرلي وي

ښه به هوا

د گل خندا وي

د مستي لوبي

چه مو کولې

هغه به ټوله

بيا مهيا وي

لمر به ځليږي

بلبل چغيږي

غنچې غوړيږي

روڼ به سما وي

د کور قاصده!

د کور قاصده!

راته ووايه

حال د يارانو

د شاعر نور شعرونه ←