افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ملي محبت
په هر لوري "پښتوننخوا" کي
تل د وروڼو يارانه وي
يو ملي نشاط شغف وي
د سرور يو هنگامه وي
په هر ځاي کي چي اوسيږي
پښتانه په يوه خوله وي
په نعمت په ښادو ښاد وي
مينه تل سره توده وي
زه جاريږمه له تا نه، ته له ما سره خوږ ورور يې
پر يوه لوري مو يون وي، زه يم ستا ته زما د کور ىې