د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد خاطر افريدي شعرونه

څو به له دې

څو به له دې   پټې دنيا کړې تپوس

زړه مې له تا او ته له ما کړي تپوس

 

تپوس د خپلي  خندا  وکړه   اشنا

ګلفام  که ته مې د ژړا کړی تپوس

 

لېوني  کله کله  وائې   ريښتيا

د لېونو څه  د سودا کړې تپوس

 

 نن خو و صال  تاله  هيڅ نه ښکاري

د بېلتانه  به مې سبا  کړي  تپوس

 

بس خو پو هېږم چې هم تاسره دی

چې د خاطر مې تل اشنا کړي تپوس

د شاعر نور شعرونه ←