د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
دارواښاد عبدالرحمن بابا شعرونه

غزل

ګوره هـــسې کــــــردګــــــــار دی رب زمـــــــا
چې صاحب د کُــــــل اختــــيار دی رب زمـــا
همګي بزرګواران چـــــې څــــــــوک ئې وائي
تــــــــر همـه ؤ بـــــــــزرګــــــــــوار دی رب زما
نه ئې هېڅ حــاجت په چا باندې موقوف دی
نه د هېـــــــچا منـــــــــت بـــــــــار دی رب زما
له نېستۍ ئـــــــې د هستـۍ صورت پېداکړ
هــــسې رنــــــــــګ پـــــروردګار دی رب زما
هم صانع دی د جُمــــــــله ؤ مصنــــــوعـــــاتو
هم سامع د هــــــــر ګفـــــــــتار دی رب زمـــــا
چې ئې هېچېرې نه مثل نه مــــــــــثال شــــته
د هغو عطـــــــــرو عطـــــــــار دی رب زمــــــا
هــــــــر تعمـــــــــير چې د دُنيا او د عُقبی دی
د همه واړو مــــــعمـــــــــــار دی رب زمــــــــا
خـــــــوانــــــــنده د نــــانــــويسو صحيفو دی
داننده د هــــــــر اســـــــــرار دی رب زمــــــــــا
که ظاهر دی که باطن دی که مـــــابيــــن دی
له همـــــــــه ؤ خبـــــــــردار دی رب زمــــــــــــا
که پېدا که پوشيده دی که اوســـــــــــط دی
په همه ؤ وقــــــــوف دار دی رب زمـــــــــــــــا
شريک نه لري په خپله پـــــاچــــاهــــي کـــې
بې شريکه شهـــــــــــريـــــــــــــار دی رب زما
هسې نه چې واحدي ئې ده لــــــــــــه عـــــِجزه
په واحد وجود بـــــــــــسيار دی رب زمــــــــا
حاجت نه لري د بل چـــــــــا ويــــــــارۍ تــــــه
له هغو سره چې يـــــــــــار دی رب زمـــــــــــــا
څه حاجت دی چې ئې بل خوا ته غــــــــــواړم
په خپل کور کې همکنار دی رب زمـــــــــــــا
هېڅ تغير او تبديل نه لري رحـــــــــــمانـــــــه
تل تـــــر تــــــله برقــــــــــرار دی رب زمــــــــــا

د شاعر نور شعرونه ←