د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
دارواښاد عبدالرحمن بابا شعرونه

غزل

له هغو ســــــــره بــــــه څـــــــه فکر د يار وي
چې ياران ئې په هر لور هــــــــزار هـزار وي

په اشنا پسې ويشتلی هـــــــم هغــــــــه وي
چې لــــه نـــــورې اشنائۍ ئې استغفار وي
صبوري او قــــــــداري دې پــه ما زوم شي
که بې تا به مې يا صبر يـــــــا قـــــــــرار وي
هر ژوندون د يار په وصل ښائيســــته وي
بې مينه که ژوندون وي څه پــــــــــکار دی
که ديار له لاسه اور په مــــــــا بــــــلېــــــږي
هغه اور دې عاشقانو ته ګُـــــــــــــــــلزاروي
په يارۍ کې آزار نشته خدائ دې نـــــــه کا
که ذره به زمــــــــــا زړه لـــــــه تـــــا آزار وي
و هغو ته عــــــاشـــــق نـــــــه ويئـــــلئ بويه
چې ئې فکر يا د سر يا د دستـــــــــــــار وي
ځائ ئې اور شي چې زنارې شي پــــه غاړه
ولې نه چې ستا د زُلـــــــــفو زنــــاردار وي
ستا د زُلفو زناردار که په اور ســــــــــوزي
هغه اور به هم رښتيا ستا د رُخـــــــسار وي
هغه جونه به ليلا غوندې رســــــواشـــــــي
چې رحمان غوندې مجنون ئې په ديار وي

د شاعر نور شعرونه ←