پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د ښاغلي اسدالله زمری شعرونه
49 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
څلوریزه
چې فغان ئې له نامه خیږي افغان دی چې لمبې ئې تل له زړه خیږي افغان دی چې پیدا په بده ورځ دی بدې ورځ…
بشپړ شعر ولولئ ←د نفاق اتفاق
ا فغانانو چې پرې کړی اتفاق دی چې ئې سر دي پرې ورکړی تل، نفاق دی دغه زوړ تړون اوس دی د ماتول چې نن وخت د یو کیدو او د وفاق…
بشپړ شعر ولولئ ←افغان
چی له انس سره ملګری شــي انسان شي چې پالنه د وطـــــــن کـــــــــی قهرمان شي دزمري،شاهین،ګربت خوی چی څوک واخلي د غیرت یوه ټوټه شی او افــــــغـــــــان شي
بشپړ شعر ولولئ ←د ژوند لوبه
ژ و نده ! لوګی شې چې لوګی دې کړمه وخته ! لمبه شې ، سپیلنی دې کړمه زه د وطن د سر درو ګر…
بشپړ شعر ولولئ ←د غر بت سوز
نه ځګېرویو آرام راکړ نه سلګیو عمر تریخ کړ راته دې خړو لوګیو شپه او ورځ له سوزه کریکې زما خېږي غربت وریت کړم تناره…
بشپړ شعر ولولئ ←د امتحان خاوره
چې وسله کړي نوې جوړه ظالمان امتحان ئې کړي په خاوره د ا فغان خدایه څه له دې پیدا کړو دغه حال ته؟ …
بشپړ شعر ولولئ ←رشک
چې ورانۍ کې د جنت له رشکه سوځي د افغان ښکلیه وطنه در لوګی شم شرق او غرب چې ئې په خپل نوبت داغلی ستا زخمي، زخمي بدن ته سپیلنی شم ۲۰۰۲.۱.۲
بشپړ شعر ولولئ ←د افغانانو بازار
د انسان هستي ته اور شوه ټوله ځمکه د ژوندون پانګه د مرګ په تول شوه سپکه د عزت او د آبرو بازار شو ګرم هر افغان نه د علاج لاره شوه ورکه
بشپړ شعر ولولئ ←د افغان وطن
پرون بل وو پکې سره اورونه هر خوا نن ئې خړ لوګي جګیږي له ګوګله ددنیا لمن ئې تنګه ده لوی غم ته د افغان …
بشپړ شعر ولولئ ←عمر
ماشومتوب د شګو څلی وو ، باد یووړ ځلمیتوب د اور بڅری وو ، باد یووړ د پوخوالي میوه شنه رانه ورسته شوه زړښت هم د ایرو تلي وو ،باد یووړ
بشپړ شعر ولولئ ←تاب
اوښکې وچې مې ډېر غم کړې په لېمو کې ساه مې ووته له تنه په سلګو کې تن مې وريت او زړه مې وچاوده عالمه! څوک به تاب راوړي پنځوس کاله لمبو کې؟…
بشپړ شعر ولولئ ←مشال
د ژوندون د کږلیچونو کړاوو کې د زمان د حوادثو په څپو کې ستا د مینې د مشال په رڼا درومم د احساس …
بشپړ شعر ولولئ ←عشق
ښکلیتوب د ژوندانه دی د عشق زړه کې جهان پروت دی په سجده دده په وره کې عظمت دی ، که عزت دی او که …
بشپړ شعر ولولئ ←